د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال په سمنګان ولایت کې د روغتیایي خدماتو څخه نظارت تر سره کړ
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي، ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ مل پلاوي سمنګان ولایت ته د خپل سفر پرمهال دغه ولایت کې له دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو نظارتونه ترسره کړي.
یاد پلاوي په دغو نظارتونو کې روغتیايي کارکوونکو او مسئولینو ته د روغتیايي خدمتونو ښه والي په موخه د لازمو سپارښتنو تر څنګ د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.