د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال پروان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ولایتي روغتون له خدمتونو لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۵:۴۸
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او ورسره مل پلاوي پروان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ولایتي روغتون له خدمتونو لیدنه ترسره کړه.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون د بېلابېلو څانګو څخه د نږدې لیدنې ترڅنګ د روغتون له مسؤلینو او کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.

په دغه ناسته کې د پروان ولایتي روغتون کارکوونکو د طبي وسایلو، بسترونو زیاتوالي، د معاشاتو لوړېدو، تخصصي برنامو ته د پاملرنې  او د تشکیل  زیاتوالي برخو کې خپل وړاندیزونه شریک او ورته د رسېدلو غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي مرستیال د روغتیايي کارکوونکو د وړاندیزونو اورېدو وروسته ډاډ څرګند کړ، چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د جوړې شوې نوې طرحې په پلي کېدو سره به ټول هېواد کې د روغتیایي کارکوونکو  ستونزې تر ډېره راکمې او معیاري روغتیایي خدمتونو ته به د خلکو لاس رسی زیات شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۲۹
Background image

آغاز برنامه آموزشی سه‌روزه در مورد تطبیق معیارهای بین‌المللی غذا

یک برنامه آموزشی سه‌روزه تحت عنوان «تطبیق معیارهای کودکس یا معیار های بین‌المللی غذا» برای کارمندان ریاست عمومی مصوونیت غذایی وزارت صحت‌عامه آغاز گردید.

هدف اساسی این برنامه، ارتقاء. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۲۶
Background image

بخش نسایی ولادی شفاخانه ۳۰ بستر ولسوالی دشت قلعه ولایت تخار به فعالیت آغاز کرد

مولوی شیخ میر «صدام»، رئیس صحت‌عامه ولایت تخار، ضمن بازدید از شفاخانه ۳۰ بستر ولسوالی دشت‌قلعه، تعمیر نوسازی‌شده بخش نسایی ـ ولادی این شفاخانه را با هزینه ۳۰۰ هزار افغانی به‌گونه رسمی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۲۲
Background image

مولوی حمدالله زاهد به‌منظور تسهیل واردات ادویه به روسیه سفر کرد

محترم مولوی حمدالله زاهد معین غذا و ادویه وزارت صحت‌عامه و هیأت همراهش به‌منظور ایجاد تسهیلات در بخش واردات ادویه برای تاجران افغان، به کشور روسیه سفر کرد.

این سفر به هدف تقویت روابط. . .

BACK TO NEWS