د دولتي او خصوصي روغتونونو څخه د نظارت په موخه د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې رئیس میدان وردګ ولایت ته سفر ترسره کړ
د روغتیايي خدمتونو څخه د څارنې او پلټنې رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي میدان وردګ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت عامې روغتیا رئیس سره د روغتیايي سکټور پر ستونزو او لاسته راوړنو بحث او خبرې ترسره کړې.
له یادې لیدنې وروسته د روغتیايي خدمتونو ارزونې په موخه له یو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې روغتیايي کارکوونکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره او بستر ناروغانو ته د معیاري درملنې ډاډ ورکړل شول.