د لوګر عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو آمریت له لوري ۴۰ بابه درملیزو او خوراکي مرکزونو څخه نظارت سره شو
دغه امریت په تېره یوه میاشت کې له شاوخوا ۴۰ بابه درملتونونو او هوټلونو څخه نظارت کړی، چې په پایله کې څو قلمه له نېټې تېر درمل او بې کیفیته خوراکي توکي راټول او ټاکل شوي ځای ته انتقال کړي.
د یاد نظارت په اړه د لوګر عامې روغتیا رییس حافظ سعید الرحمن قادري وویل: دغه لړۍ به روانه وي چې موخه یې د لوګر ولایت مرکز او ولسوالیو کې د بې کیفیته خوراکي توکو او درملو مخینوی دی.