هرات کې د خوراکي توکو له عمده پلورنځیو او خصوصي روغتیايي سکټو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظات د هرات عامې روغتیا ریاست نظارتي ټیم له لوري په نهمه ناحیه، چشت شریف او اوبه ولسوالیو کې ترسره شو، چې پایله کې یې په نهمه ناحیه کې ۱۳ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي او په چشت شریف او اوبه ولسوالیو کې له یو شمېر درملتونونو څخه ۲۰ قلمه له نېټې تېر او غیر مجاز درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه اړوند ځای ته ولېږدول شول.
د نظارتي ټیم له لوري همداراز، د پلورنځیو او درملتونونو مسؤلینو او کارکوونکو ته لازمې روغتیايي لارښوونې وشوې.