بلخ ولایت کې د معدني اوبو له دوو فابريکو او يو سوپر مارکيټ څخه نظارت ترسره شو
یاد نظارت د بلخ د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شريف ښار کې د روغتیایي قوانینو د تطبیق او د خلکو روغتیا خوندیتوب په موخه ترسره شو، چې پايله کې د معدني اوبو یوه فابريکه له روغتيایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شوه.
