د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلينو له لوري د کابل ښار په لسمه ناحیه کې له یو شمېر هوټلونو او نانواییو څخه نظارت ترسره شو
په دغه نظارت کې د هوټلونو او نانواییو مسؤلينو او کارکوونکو ته د حفظ الصحې ساتنې او خوندیتوب په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وشوې او هم ورته ګڼ روغتیایي معلومات ورکړل شول.
همدارنګه، د هوټلونو او نانواییو کارکوونکو ته د روغتیايي کارتونو اخيستلو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.
