د کابل ښار په نهمه، دولسمه او دیارلسمه ناحیه کې له خصوصي روغتيايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتيايي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او ارزونې مسؤلینو د بیو د کنټرول، احتکار او انحصار د مخنیوي، د کیفیت تأمین او د روغتيايي قوانینو پلي کېدو په موخه د کابل ښار په نهمه، دولسمه او ديارلسمه ناحیه کې له یو شمېر خصوصي روغتيايي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ.
د یاد نظارت په ترڅ کې ۴۲ بابه خصوصي روغتيايي مرکزونه وڅېړل شول، چې له ډلې یې ۸ بابه درملتونونه او د درملو يو عمده پلورنځيو له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.
د عامې روغتیا وزارت مسؤلین د ټولو درملتونونو له مسؤلینو غواړي، چې د روغتيايي قوانینو په رعایت سره خپل فعالیتونه د نافذه لوایحو او مقرراتو سره سم تنظیم او دوام ورکړي.
