کونړ ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور او خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو
دغه نظارت د یاد ولایت په مرکز اسعد اباد ښار کې د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې يې ۳۸۷ کیلوګرامه درمل او ۴۹۵ کیلوګرامه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکې راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.
