زابل او پکتیکا ولایتونو کې له يو شمېر خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو
دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د دغه ولایتونو په مرکزونو کې ترسره شو، چې پایله کې یې ۸۸۰ کیلوګرامه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودامونو ته ولېږدول شول.
