د عامې روغتيا وزارت د اتاترک ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون له لوري د روان ۱۴۰۴ لمریز کال له پيل څخه تر دې دمه ۱۵۳۵ بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي
له یادو عملیاتونو له ډلي ۸۵۲ ستر (Major) عملیاتونه او ۶۸۳ واړه (Minor) عملیاتونه دي، چې د مجربو، متخصصو او مسلکي ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.
دا جراحي عملیاتونه د مسلکي اصولو او روغتیايي معیارونو په رعایت سره ترسره شوي، چې د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.
د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۱۴۳۷۹) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۹۷۹۰۹) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
د دې روغتون ډاکټران د کاري تجربې، مسلکي تخصص او انساني ژمنتیا په لرلو سره تل هڅه کوي؛ څو ناروغانو ته معیاري، خوندي او پر وخت روغتیايي خدمات وړاندې او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي په موخه اغېزمن ګامونه پورته کړي.