د فراه په شيخ ابونصر فراهي بندر کې ۴۰ کارټنه بې کیفیته درمل له منځه يوړل شول
د فراه عامې روغتیا رياست د خوړو او درملو امر، ميا جان حسنزي وويل: افغانستان ته له چين هېواد څخه را وارد شوي ۴۰ کارټنه بې کیفیته اوکسي تتراسکلین کپسول د ګډ پلاوي په شتون کې له منځه يوړل شول او زیاته یې کړه، چې دغه درمل شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې نيول شوي وو، ټول لګښت یې ۳۶۹ زره افغانۍ کېږي.
همدارنګه، نوموړي د خوندي خوړو او درملو په اړه خلکو ته ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې د ملي سوداګرو له لوري هېواد ته ټول واردېدونکي توکي تر لابراتواري ازموینو او مثبتو پایلو وروسته بازار ته وړاندې کېږي.
