دسعودي عربستان په جده ښارکې دپولیو پروګرام لپاره داسلامي مشورتي ډلې نهم،کلنی مجلس داسلامي همکاریو په مرکزکې ترسره شو

akbari_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۴ - ۱۰:۴۳
دسعودي عربستان په جده ښارکې دپولیو پروګرام لپاره داسلامي مشورتي ډلې نهم،کلنی مجلس داسلامي همکاریو په مرکزکې ترسره شو

د سعودي عربستان په جده ښار کې د پولیو پروګرام لپاره د اسلامي مشورتي ډلې نهم، کلنی مجلس د اسلامي همکاریو په مرکز کې تر سره شو.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په استازیتوب د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز مسؤول ډاکټر نېک ولي شاه مومن ګډون کړی و.

د یاد کنفرانس مسؤولینو د مور او ماشوم روغتیا د پولیو او کرونا په برخه کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تېر کال فعالیتونه وستایل او د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.د یادونې وړ ده چې په دغه کنفرانس کې د کعبې شریفې امام او د بین المللي فقهې د اکاډمۍ مشر، شیخ الدکتور صالح بن عبدالله آل حامد، د اسلامي همکاریو سازمان، اسلامي مشورتي ډلې IIFA، د الاظهر پوهنتون استازو او ځینو نورو مسوولینو ګډون کړی وو چې درې ورځې يې ادامه درلوده.

په دغه کنفرانس کې د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې د دینې علماوو پر نقش او مسوولیتونو هم بحث او خبرې وشوې.

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

نشست تخنیکی بازنگری سه‌ساله برنامه ملی کنترول توبرکلوز (سل) از سوی وزارت صحت‌عامه ا.ا.ا برگزار شد

هدف از این نشست، ارزیابی فعالیت‌ها و دستاوردهای سه‌ساله گذشته برنامه ملی کنترول توبرکلوز، شناسایی نواقص و مشکلات، اصلاح پلان‌های استراتیژیک سال‌های آینده و ایجاد یک پلان ملی استراتیژیک. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۵:۱۹
Background image

در نواحی ۴ و ۱۷ ولایت کابل از شماری از شفاخانه‌ها و کلینیک‌ها نظارت صورت گرفت

این نظارت که از سوی ریاست نظارت از تأسیسات صحی صورت گرفت، در نتیجه آن دو مرکز صحی در ناحیه ۱۷ و یک شفاخانه در ناحیه ۴ به دلیل تخطی از قوانین صحی مسدود گردیدند.

BACK TO NEWS