د بلخ ولایت لپاره د ۴۴۴ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Operation Mecy- OPM مؤسسې سره د (۴۴۴۱۴۳) څلور سوه څلور څلوېښت زره یو سل دري څلوېښت ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو
دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د نهو میاشتو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د بلخ سیمه ییز روغتون د پولي کلینیک له لارې د یاد ولایت (۲۹۶۹) تنه اوسېدونکي په مستقیم ډول او (۱۷۸۱۴) تنه په غیر مستقیم ډول د مور او ماشوم (MCNH) خدماتو برخمن او (۲۴) تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.
بل لور، د OPM مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د نهو میاشتو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
