د هوا ککړتیا د کمولو په موخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۴۲
moph

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت ترسره کړ

د دې نظارت په ترڅ کې اړوند چک‌لېستونه ډک او د یادو ملکیتونو مسؤلینو ته د روغتیايي کارتونو اخيستلو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره او ژمنه واخیستل شوه، چې له دې وروسته به د لوګي د تصفیې له ماشین پرته فعالیت نه کوي.

همدارنګه، د ملکیتونو مسؤلینو ته روغتیايي پیغامونه، تبلیغاتي پاڼې او د هوا ککړتیا د کمولو لایحه تشریح او ووېشل شوه؛ ترڅو خپل فعالیتونه د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم عیار کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

نظارت از ملکیت‌ها به‌منظور کاهش آلودگی هوا در کابل

مسوولان آمریت تنظیم و کاهش آلوده‌گی هوا ریاست صحت محیطی وزارت صحت‌عامه، به‌منظور جلوگیری از امراض تنفسی و بهبود کیفیت هوا، از ملکیت‌های مختلف در شهر کابل نظارت نمودند.

در جریان این. . .

BACK TO NEWS