د درملو صنعتي پارک د سړک سروې له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت میربچهکوټ ولسوالۍ کې د درملو صنعتي پارک د سړک سروې له بهیر څخه لیدنه وکړه
دغه لیدنه د درملو صنعتي پارک د جوړېدو د لومړنیو پړاوونو د پرمختګ ارزونې او د اړوندو ادارو ترمنځ د پروژې د عملي پیل لپاره د لازمې همغږۍ په موخه ترسره شوه، چې پر مهال یې تخنیکي مسؤلینو د سړکونو د سروې، د سیمې د موقعیت او د پروژې د راتلونکو پړاوونو په اړه مهم معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې د درملو صنعتي پارک په جوړېدو سره به د کورنیو تولیداتو وده چټکه، کاري فرصتونه به زیات او په هېواد کې به د معیاري درملو تولیدي ظرفیت لا پیاوړی شي.
