د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده څوارلسمه فقره
د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده څوارلسمه فقره:
که د هوايي ډګرونو او د طيارې کارکوونکي (پیلوټ، انجنیر او خدمه) د سوداګريزو موخو لپاره خوراکي توکي درمل او روغتيايي محصولات وارد کړي، د دې قانون له حكمونو سره سم لاندي تعزيري سزا ورکول کېږي:
الف ـ په لومړي ځل ورڅخه د بيا نـــه كولو تعهد په ليکلې بڼه اخيستل.
ب ـ په دوهم ځل يې د دې قانون له حکمونو سره سم ياد توکي له منځه وړل.
ج ـ د بیا تکرار په صورت کې په يو کال حبس محکومېدل.
