د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
دعقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوې پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو د کنټرول ملي پروګرام د اړتیا وړ د 1405 هجری شمسی کال لپاره د د دوا پاشۍ وسایل او د انټمولوژي ناروغیو د کنټرول د غوماشو ضد درملو د چمتو کولو او تدارک پروژې تړون چی د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1405/ NCB/G-2408)ده. د (عبدالواحدعلیزي ساختماني او لوژستیکي خدماتو) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (70501) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (کارته سه، دریمه ناحیه، مرکز کابل ) کې دی. چې د تړون بیه (5,500,000) پنځه میلیونه پنځه سوه زره افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر پنځو کارې ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند اجناسو او غیر مشورتي خدماتو تدارکاتو آمریت، دوهم منزل، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.
