د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان معین د هند له سفیر سره وکتل

Panah_moph
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۸ - ۱۸:۲۵

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل؛ نن د هند له سفیر ښاغلي رودندرا تاندن سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د هند سفیر په دې هېواد کې د کورونا واکسین د تولید خبر ورکړ او ویې ویل که چیرې افغان حکومت د دې واکسین پېرودلو سره علاقه مندۍ ولري، نو دغه هېواد چمتو دی چې د دې واکسین د اړتیا وړ د دغه هېواد په اختیار کې ورکړي.

د پالیسۍ او پلان جوړونې معین، په هند هېواد کې د کورونا واکسین د جوړولو هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا د دغه هېواد خلکو ته د کورونا واکسین برابرولو په برخه کې د افغان حکومت لپاره ښه فرصت دی.

ډاکټر بشیر نورمل وویل: موږ به دا مسله د اړوندو ادارو له مسؤلینو سره شریکه کړم، تر څو د چمتو کولو څرنګوالی، بودجه یې وارزول شي او که چېرې د پېرودلو لپاره یې هوکړه/توافق وشو د هند هېواد سره به په اړیکه کې شو.

د پالیسۍ او پلان جوړونې معین، د هند هېواد د افغانستان حکومت یو له مهمو همکارانو څخه وباله او یادونه یې وکړه، چې دغه هېواد تل په ټولو برخو کې د افغانستان له خلکو سره مرسته کړې ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۵:۲۴
Background image

وزیر صحت عامه با مسوولین کشور مالیزیا دیدار کرد

محترم داکتر قلندرعباد وزیر صحت‌عامه امارت اسلامی افغانستان، در دفتر کارش با رئیس آسیای مرکزی و جنوبی خانم شازلینا زین العابدین و آقای راملان عبدالملک مشاور دفتر نخست وزیر وزارت امور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۵:۱۴
Background image

کار اعمار شفاخانه ۲۴۰ بستر ولایتی سمنگان آغاز شد

کار اعمار این تعمیر به اثر سعی وتلاش رهبری وزارت صحت‌عامه و حکم مقام محترم ریاست الوزراء و مقام ولایت سمنگان صورت گرفته است.

بعد از درخواست ریاست صحت‌عامه ولایت سمنگان به خاطر ارتقاء. . .

BACK TO NEWS