د زابل ولایتي روغتون کې د پښتورګو درملنې مجهز مرکز پرانیستل شو

akbari_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۸:۵۷
د زابل ولایتي روغتون کې د پښتورګو درملنې مجهز مرکز پرانیستل شو

د زابل ولایتي روغتون د پښتورګو د درملنې څانګه د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د زابل والي، د عامې روغتیا رئیس او قومي مشرانو په شتون کې پرانیستل شوه.

مالي او اداري معین ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده یادو مراسمو ته چې په همدې موخه جوړ شوي وه، وویل: ( دا مرکز د افغانستان اسلامي امارت له لوري د ۴ ميليونه افغانيو په ارزښت جوړ شوی، د دې مرکز پرانیسته د یاد ولایت اوسېدونکو لپاره یو ستر زېری دی.)

د زابل عامې روغتيا رييس ډاکټر میرویس افغان د خوښي په څرګندولو سره وويل، زابلیان نور اړ نه دي چې د پښتورګو درملنې لپاره ليري ولاړ شي ځکه د دې مرکز په پرانیستې سره اوس په دې برخه کې ټولې اړتیاوې پوره کېږي.

د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې ټولو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۲۱
Background image

دیدار رئیس صحت‌عامه بلخ با وزیر صحت ازبکستان برای تقویت همکاری‌های صحی

رحمت‌الله منصور رئیس صحت‌عامه ولایت بلخ، با محترم اصیل‌بیک خدایاروف وزیر صحت‌عامه کشور ازبکستان و هیآت همراهش، به‌منظور تقویت همکاری‌های صحی نشستی را در دفتر کارش برگزار کرد.

در این. . .

BACK TO NEWS