د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر د پاکستان له سفیر، عبیدالرحمن نظاماني سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه ترسره کړه

akbari_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۰:۱۰
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر د پاکستان له سفیر، عبیدالرحمن نظاماني سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه ترسره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په کابل کې د پاکستان له سفیر، عبیدالرحمن نظاماني سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې چې نن چهارشنبه د ذوالقعدې د میاشتې ۱۸مه نېټه ترسره شوه د روغتیا په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ، افغان ډاکټرانو ته د ویزې د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د کابل د محمد علي جناح روغتون، د ننګرهار د نښتر د پښتوروګو روغتون او د لوګر د نایب امین الله خان لوګري روغتون چې دغه هېواد جوړ کړي  د کارونو پر ښه والي او پوره فعالولو بحث او خبرې ترسره کړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۲۱
Background image

دیدار رئیس صحت‌عامه بلخ با وزیر صحت ازبکستان برای تقویت همکاری‌های صحی

رحمت‌الله منصور رئیس صحت‌عامه ولایت بلخ، با محترم اصیل‌بیک خدایاروف وزیر صحت‌عامه کشور ازبکستان و هیآت همراهش، به‌منظور تقویت همکاری‌های صحی نشستی را در دفتر کارش برگزار کرد.

در این. . .

BACK TO NEWS