د عامې روغتیا وزارت د سترګو ناروغیو درملنې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خبرتیا!

rasooli_admin
moph

د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ړوندوالي کچې د راټیټولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیا ساتنې ګرځنده روغتیايي ټیمونه بې وزله خلکو ته په وړیا توګه د سترګو برخه کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، چې دا پروژه د افغانستان اسلامي امارت د پراختیايي بودیجې له لارې تمویلیږي.

په همدې اساس دغه اداره غواړي، چې د ٠٥/٢٥/ ۱۴۰۴ نېټې څخه تر ۰۶/ ۰۶/ ۱۴۰۴ نېټې پورې خپل ګرځنده روغتیايي ټیمونه چې په اړینو طبي وسایلو او درملو سمبال دي، میدان وردګ ولایت ته واستوي؛ ترڅو لاندې روغتیايي خدمات ترسره کړي.

 •          ۲۰۰ تنو ته د سترګو د کترکت پردې عملیاتونه

 •          ۴۵۰ عدده د نږدې لید عینکو ویش

 •          د ځینو سراپا ناروغانو، چې شمېر یې له ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ تنو رسېږي، درملنه او د درملو په برخه کې ورته اړینې لارښوونې ترسره کول.

نو له همدې امله هغه هېوادوال، چې په میدان  وردګ ولایت کې ژوند کوي او د سترګو په روغتیايي ستونزو اخته دي خبر ورکول کېږي، چې په ذکر شوې نېټې مراجعه وکړي؛ ترڅو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري ورته په وړیا توګه روغتیايي خدمات وړاندې او درملنه یې وشي.

آخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۸:۳۱
Background image

اطلاعیه!

موضوع: امتحان شمولیت به برنامه اکمال تخصص وزارت صحت‌عامه!

قابل توجه داکتران صاحبانی که می خواهند در امتحان شمولیت به برنامه اکمال تخصص وزارت صحت عامه برای سال ١٤٠٥ هـ ش اشتراک نمایند.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۶:۱۶
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی اکمال تخصص وزارت صحت‌عامه!!!

قابل توجه کاندیدان محترم امتحان اندوسکوپی جهاز هضمی

به اطلاع همه داکتران محترمی که برای امتحان اندوسکوپی جهاز هضمی ثبت نام نموده اند، رسانیده می شود که اسناد کاندیدان محترم توسط . . .

Back to announcements