د فاریاب ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ټیم د تېرې یوې میاشتې فعالیتونه
د فاریاب ولایت د عامې روغتیا ریاست د درملو او روغتیايي محصولاتو د تولید او وارداتي تاسیساتو څخه د څارنې او پلټنې عمومي مدیریت د تېرې یوې میاشتې په موده کې د میمنې ښار په مرکز کې د خصوصي درملیز سکتور له ۵۹ بابه مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ.
په ترسره شوې نظارت کې ۴۴ بابه د درملو او روغتیايي محصولاتو عمده پلورنځي او ۱۵ بابه د درملو او روغتیايي محصولاتو د شرکتونو نمایندګۍ او د هغوی ګدامونه شامل وو، چې له ډلې یې ۵ بابه د درملو عمده پلورنځي او د یادو شرکتونو نمایندګۍ د اضافي پیسو اخیستلو له امله وتړل شوې.
همدارنګه، د څارنې پر مهال ۱۰۰ قلمه له نېټې تېر درمل، چې نږدې ۵۰۰ کیلو ګرامه کېدل، راټول او د له منځه وړلو په موخه د فاریاب ولایت د عامې روغتیا ریاست ته ولېږدول شول.
