کاپیسا ولایت کې له خصوصي روغتيايي سکتور څخه د بیو کنټرول او معیاري خدماتو د تأمین په موخه نظارت ترسره شو
ياد نظارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د کاپیسا ولایت عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له ۷۷ خصوصي روغتيايي مرکزونو څخه ترسره شو.
د دې نظارت پایله کې ۴۲ درملتونونه، ۹ لابراتوارونه، ۱۳ د غاښونو کلینیکونه او ۲ ایکسری خونې له روغتيايي قوانینو څخه د سرغړونې، لوړو بیو او مسلکي کسانو نه شتون له امله وتړل شول.
