داړوند ۹۳ قلمو د درملو تدارک او چمتوکول تړون ورکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د د کوچیانو او مرسته کوونکو د صحی خدمتونو وړاندی کولو پروژی اړوند ۹۳ قلمو د درملو تدارک او چمتوکول چی ریفرینس شمیره MOPH/NHCD/NCB/1402/G01 ده تړون د (دانیال تیک لمتید) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (0101-19165) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (هوتل پروان دخیرخانی دریمه حصه،کابل مرکز ، کابل افغانستان) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه 18,820,525.92 اتلس میلیون اته سوه و شل زره و پنځه سوه پنځه ویشت اعشاره دوه نوی افغانی ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د دلایل په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.