د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د سرطاني ناروغیو تشخیص او درملنې ملي او تخصصي روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۴:۲۷
moph

د عامې روغتیا وزیر د روغتون بېلا بېلې څانګې وليدې، د ناروغانو احوال یې له نږدې واخيست، د هغوی ستونزې او اړتیاوې یې واورېدې او د روغتون د خدمتونو څرنګوالي په اړه یې له مسؤلینو معلومات ترلاسه کړل.

ښاغلي وزير همداراز، د دغه روغتون له مسؤلينو او روغتیايي کارکوونکو سره د ناستې پر مهال وویل: د سرطاني ناروغانو درملنه ځانګړې پاملرنې، مسؤلیت‌پذیرۍ او مسلکي چلند ته اړتيا لري؛ له همدې امله باید ناروغانو ته پر وخت، باکیفیته او له اړتیاوو سره سم خدمات وړاندې او د مراجعینو ستونزو ته جدي پاملرنه وشي.

سربېره پر دې، هغه مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لا ښه والي، د ناروغانو د ستونزو حل او د شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخيستنې لپاره لازمې هڅې تر سره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د سرطاني ناروغیو تشخیص او درملنې ملي او تخصصي روغتون څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزیر د روغتون بېلا بېلې څانګې وليدې، د ناروغانو احوال یې له نږدې واخيست، د هغوی ستونزې او اړتیاوې یې واورېدې او د روغتون د خدمتونو څرنګوالي په اړه یې له مسؤلینو معلومات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

بدخشان ولايت کې روغتيايي کارکوونکو ته د غير ساري ناروغيو کنټرول او مديريت برخه کې روزنيز ټريننګونه تر سره شول

د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنيوي لوی ریاست اړوند د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنيوي ډيپارټمنټ له لوري د غیرساري ناروغیو د مخنيوي او کنټرول، لومړني تشخیص او درملنې،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۲:۱۲
Background image

په شمال‌ختیځو ولایتونو کې د غیرساري ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو مخنیوي او کنټرول لوی ریاست د غیرساري ناروغیو د کنټرول څانګې مسؤلینو، د غیرساري ناروغیو او د هغو د مخنیوي لارو چارو په اړه د خلکو د پوهاوي کچې لوړولو په. . .

BACK TO NEWS