د عامې روغتیا وزارت او ICRC د معلولیت او بیارغونې د معلوماتي سیستم پر پیاوړتیا خبرې وکړې
د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له تخنیکي استازو سره د معلولیت او بیارغونې د معلوماتي سیستم پیاوړتیا په موخه ناسته تر سره کړه
په دې ناسته کې د معلولیت او بیارغونې اړوند معلوماتو د وضعیت، کیفیت، مدیریت او ارزونې په اړه هر اړخیز بحث تر سره او دواړو لورو ټینګار وکړ، چې شته معلومات باید په تخنیکي او معیاري توګه وارزول شي، یو معیاري (Dataset) چمتو او په رسمي ډول له HIMS سیستم سره شریک او ثبت شي؛ تر څو د پرېکړو په نیولو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په ښه والي کې ترې اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
همدارنګه، مفتي عبدالقدوس هاشمي د روغتیايي معلوماتو د مدیریت او کیفیت لوړولو، د عامې روغتیا وزارت او سره صلیب نړیوالې کمېټې ترمنځ د لا ښې همغږۍ د پیاوړتیا او د روغتیايي شاخصونو د ارزونې په موخه په منظمه توګه د معلوماتو پر راټولولو ټینګار وکړ.
