د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په شتون کې د چارو د لا ښه والي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۰:۵۴
moph

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په شتون کې د څارنې، پلټنې او روغتیايي معلوماتو سیستم لوی ریاست ، د خصوصي سکتور د همغږۍ ریاست ،د روغتیايي کارکوونکو د جوازدهۍ ریاست او د روغتیايي تاسیسیاتو څخه د بازرسۍ ریاست تر منځ د چارو د لا ښه والي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او د اړوندو ریاستونو مسؤلینو ګډون کړی و، چارو ته پر ټاکلي وخت د رسېدنې، د خصوصي سکتور مسؤلینو له لوري د شریکو شویو شکایتونو په اړه د پرېکړو، د ښې همغږۍ په موخه د خصوصي روغتیايي مرکزونو لپاره د یو واحد ډیټابیس سیسټم جوړولو، ګډ نظارتي پلان جوړېدو او پلي کېدو اړوند خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د چارو لا ښه والي لپاره د اړوندو ریاستونو له لوري د یوې ګډې نظارتي کمېټې په جوړېدو ، د روغتیايي خدماتو لپاره د لګښتونو د اندازې تعینولو ، له خصوصي سکتور د ارقامو په منظم راټولولو او له روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت په لا غښتلي کولو ټینګار وکړ او اړونده مسؤولینو ته یې په دې برخه کې د اقدام کولو سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۶:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان لپاره د څه باندې ۵ میلیونه ډالرو روغتیايي تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ARSDO مؤسسې سره د (۵۰۷۲۵۶۱) پنځه میلیونه دوه اویا زره پنځه سوه یو شپېته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د فراه په شيخ ابونصر فراهي بندر کې ۴۰ کارټنه بې کیفیته درمل له منځه يوړل شول

د فراه عامې روغتیا رياست د خوړو او درملو امر، ميا جان حسنزي وويل: افغانستان ته له چين هېواد څخه را وارد شوي ۴۰ کارټنه بې کیفیته اوکسي تتراسکلین کپسول د ګډ پلاوي په شتون کې له منځه يوړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

BACK TO NEWS