د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام رئیس مولوي محمد داود منصوري د بیل او ملینډا ګېټس بنسټ، UNFPA او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۴:۵۴
moph

د یادې ناستې موخه په کندهار او هلمند ولایتونو کې له پنځو کلونو څخه د کم عمر لرونکو ماشومانو د کورنۍ سروې پروژې په اړه همغږي او تخنیکي بحث و، چې په ترڅ کې یې د پروژې پر موخو، تخنیکي چوکاټ، جغرافیوي پوښښ او د پلي کېدو پر میکانېزمونو هر اړخیزې خبرې وشوې.

د دغې پروژې په اساس به له پنځو کلونو څخه د کم عمر لرونکو ماشومانو د روغتیا، تغذیې، مور او ماشوم ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کېدو، واکسیناسیون، د زیږون ثبت او اړوندو ټولنیزو شاخصونو په برخه کې کره او باوري معلومات راټولېږي؛ ترڅو د شواهدو پر بنسټ پالیسي جوړونه او د پروګرامونو پرېکړې لا پیاوړې شي.

همدارنګه، د پروژې د اغېزمن پلي کېدو په موخه به یوه ګډه کمېټه رامنځته شي، چې د تطبیقي پلان ترتیب، همغږۍ او څارنې مسئولیت به پر غاړه ولري او هره همکاره اداره به خپل ټاکل شوي فعالیتونه د خپلې کاري ساحې او تخنیکي مسؤلیتونو سره سم ترسره کوي.

د ناستې په پای کې پر ګډ کار، دوامداره همکارۍ او ژمنتیا ټینګار وشو؛ څو یاده پروژه په بریالیتوب سره تطبیق او ټاکلو موخو ته ورسېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۱۲
Background image

د مرکزي روغتونونو له رئیسانو سره د همغږۍ میاشتنۍ ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د مرکزي روغتونونو له رئیسانو سره د همغږۍ میاشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه

په یاده ناسته کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

ننګرهار ولايت کې ۴۵۰ کیلوګرامه له نېټې تېر او تقلبي درمل راټول شول

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو په جلال‌آباد ښار کې له درملیزو تاسیساتو څخه د نظارت په پایله کې شاوخوا ۴۵۰ کیلوګرامه له نېټې تېر او تقلبي درمل راټول او د له منځه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۳۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د الشفاء روغتون له ترمیماتي او ساختماني چارو څخه لیدنه وکړه

عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي په کابل کې د الشفاء روغتون له ترمیماتي او ساختماني چارو څخه لیدنه وکړه:

په دې لیدنه کې ښاغلي. . .

BACK TO NEWS