د عامې روغتیا وزارت مرستیال په بلخ کې د روغتیايي خدماتو د کیفیت او څارنې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۲۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خواړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد بلخ ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د عامې روغتيا رياست د څارنې، پلټنې او خوړو او درملو مسؤلینو سره لیدنه وکړه

د یادې لیدنې پر مهال د خوړو او درملو مرستیال د عامې روغتیا وزارت د قوانینو او اصولو پر جدي پلي کېدو، د څارنې او پلټنې بهیر پر پیاوړتیا، د قانون پر تطبیق او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل؛ اړینه ده، چې په روغتیا برخه کې ژر تر ژره هېوادوالو ته ګټور، معیاري او غوره روغتیايي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۵
Background image

د محصلینو او زده‌کوونکو لپاره د نشه‌يي توکو د کارونې مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې له لوري د محصلینو او زده‌کوونکو د پوهاوي کچې لوړولو او نشه‌يي توکو ناوړه پدیدې پر لور د ځوانانو د تمایل مخنیوي په موخه، رازي د طبي علومو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۹
Background image

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د روغتیا ملي ستراتیژۍ د ستراتیژیک (تطبیقي) پلان په اړه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته، چې د عامې روغتیا وزارت د قدرمنو مرستیالانو، مرکزي رئیسانو او تخنیکي مشاورینو په حضور کې ترسره شوه، په ترڅ کې یې د عامې روغتیا وزارت د ستراتیژۍ د تطبیقي پلان او روغتیا ملي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۷
Background image

د پنجشېر ولایت د روغتیايي مرکزونو ۳۶ کارکوونکو ته د مورزادي ناروغیو لرونکو نویو زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې روزنه ورکړل شوه

د پنجشېر ولایت د روغتیايي مرکزونو ۳۶ تنو کارکوونکو ته د مورزادي ناروغیو (Congenital Anomalies) لرونکو نویو زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې په اړه دوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

دغه. . .

BACK TO NEWS