د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر د پاکستان هېواد له سفیر سره وکتل
د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني په افغانستان کې د پاکستان هېواد له سفیر ښاغلي منصور احمد خان سر د نایب امین الله خان لوګري، علي جناح او نشتر د ننګرهار ولایت روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او ښه کولو په پار بحث او خبرې وکړې.
. په دې کتنه کې، د عامې روغتیا نوماند وزیر د پاکستان له سفیر څخه وغوښتل چې هېواد یې د افغانستان روغتیا سکتور د پراختیا برخه کې د نایب امین الله خان لوګري، علي جناح او نشتر د ننګرهار روغتونونو ته د طبي تجهیزاتو لېږد پروسه ګړندۍ کړي، او همدارنګه د افغان طبي کادرونو روزنې برخه کې چې افغانستان ورته اړتیا لري همکاري وکړي.
له بلې خوا په افغانستان کې د پاکستان سفیر ښاغلي منصور احمد خان د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره د خپل هېواد د دوامداره مرستو خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې چمتو دی ترڅو د طبي تجهیزاتو، طبي مسلکي کادرونو روزنه او همدا ډول د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د یو اندازه محافظتي توکو په لېږلو سره نږدې راتلونکي کې د افغانستان حکومت سره همکاري وکړي.
همدارنګه؛ ډاکټر عثماني د افغانستان د روغتیا سکتور سره د پاکستان د مرستو او همکاریو له امله مننه وکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د روغتیا په برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د نایب امین الله خان لوګري، علي جناح او نشتر د ننګرهار روغتونونه د پاکستان هېواد په مالي مرسته او همکارۍ جوړ شوي دي، چې عصابو د جراحۍ، اورتوپیدي، یورولوژي، د ګردې پیوند او نورو برخو کې اړمنو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.