د عامې روغتیا وزیر له لورې غزني ولایت سیمه ییز روغتون کې د هیمو ډیالیز څانګه پرانیستل شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۴:۴۳
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل پلاوي غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د دغه ولایت سیمه ییز روغتون کې د هیمو ډیالیز څانګې پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د غزني والي، حافظ محمد امین عمري،  د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد زرک ځیرک او د دې ولایت د یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.

یاده څانګه د عامې روغتیا وزارت  له لوري د نږدې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د غزني ولایت سیمه ییز روغتون کې فعاله شوه، چې درې مجهز عصري ماشینونه او نور اړین تجهیزات لري.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د غزني ولایت په سیمه ییز روغتون کې د هیمو ډیالیز څانګې فعالېدل د پښتورګو ناروغانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدو او درملنې برخه کې یو مثبت او اغېزمن ګام وباله او د  روغتیايي خدمتونو د پراختیا او معیاري کولو برخه کې یې د عامې روغتیا وزارت د ژمنتیا ډاډ ورکړ.

ښاغلي وزیر همداراز د روغتیایي کارکوونکو هڅې وستایلې او له هغوۍ یې وغوښتل، چې په پوره ژمنتیا، ښه نیت او اخلاص هېوادوالو ته روغتیايي خدمات ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

هرات ولایت سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د مغزي تومور ملیات په بریالي ډول ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت اړوند، هرات ولایت سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د مغزي تومور خلاص عملیات په بریالي ډول ترسره شو

په همدې اړه د یاد روغتون د مغزي تومور د عملیاتونو متخصص، ډاکټر برکت. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۵:۱۹
Background image

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له لورې غزني ولایت کې د امبولانس خدماتو پرانیسته تر سره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي غزني ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست اړوند، د نږدې ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۵:۸
Background image

هلمند ولایت کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

د هلمند عامې روغتیا ریاست اړوند د روغتیایي قوانینو د تطبیق او څارني ټیم، د خوړو او درملو استازو په ملتیا  تېرو ۳ ورځو کې د ناومیش ولسوالۍ یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه څارنه ترسره. . .

BACK TO NEWS