د کابل په یو شمېر درملتونونو کې د نظارت پر مهال بېکیفیته درمل راټول او سرغړوونکي درملتونونه وتړل شول
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې مسؤلینو د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ او شلمې ناحیې کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره کړ
د دې نظارت په پایله کې د GSK شرکت اړوند ۷۲ قلمه له نېټې تېر او بېکیفیته درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول. همدارنګه، له روغتیايي قوانینو او مقرراتو څخه د سرغړونې له امله ۹ درملتونونه وتړل شول.
