د عامې روغتیا وزارت د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون کې د ټیلي‌مډیسن پروګرام انلاین مشورتي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۳۰
moph

په دې غونډه کې، چې د ټیلي‌مډیسن پروګرام مسؤلینو او د مرکزي او ولایتي روغتونونو د ارتوپیدي متخصصینو او ټرینرانو ګډون کړی و، د ارتوپیدي ناروغانو د درملنې په موخه انلاین مشورې وړاندې او د ناروغانو د CT Scan، MRI او X-Ray پایلې وارزول شوې. همدارنګه، هغو ناروغانو ته چې په خپلو ولایتونو کې یې د درملنې امکانات موجود وو، هماغه ځای کې یې د درملنې سپارښتنې وشوې او هغه ناروغان چې نورو تخصصي خدمتونو ته یې اړتیا لرله، د لا زیاتو تخصصي خدماتو ترلاسه کولو لپاره مرکز ته راجع شول.

دغه راز، په یاده غونډه کې د ناروغانو د غیر ضروري راجع کېدو، د اضافي لګښتونو او وخت ضایع کېدو مخنیوي، د ولایتي ډاکټرانو ظرفیت لوړونې او د متخصصینو ترمنځ د تجربو شریکولو پر اهمیت هم بحث او خبرې وشوې.

د يادونې وړ ده، چې د ورته غونډو موخه د ولايتي روغتيايي کارکوونکو ظرفیت لوړونه او په ولايتونو کې د ناروغانو لپاره د غوره روغتيايي خدماتو وړاندې کول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۳۵
Background image

د ننګرهار سیمه ییز تخصصي روغتون سره د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د مصرفي توکو او درملو مرسته وشوه

دغه مرسته چې د لوړو زده کړو وزارت اړوند، علي اباد روغتون له لوري وشوه، د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف او يو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې د روغتون د فارمیسي مسؤل ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۳۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د پلټنې پلاوي په هرات کې د انتاني ناروغیو روغتون او اړوندو څانګو څخه نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو تطبیق او پلټنې رئيس مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي هرات ته د سفر په ترڅ کې دغه ولايت کې د انتاني ناروغیو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۲۸
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دریم فصل، څلورویشتمه ماده لومړۍ فقره

که د درملو او روغتيايي محصولاتو توریدوونکی شرکت له مخکینۍ اجازې پرته په رسمي او غير رسمي لارو د درملو او روغتيايي محصولاتو په توريد او بازار ته په وړاندې کولو لاس پورې کړي، د دې قانون. . .

BACK TO NEWS