په ولایتونو کې د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ د برابرولو په پار د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه هڅې
یکشنبه، زمری ٣/١٤٠٠
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د یونیسف ادارې له استازي او ورسره مل پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې ناسته کې، دوی د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ د پېرودلو پروسې ګړندي کولو، د نصب او فعالولو د څرنګوالي په اړه بحث او تبادل د نظر وکړ.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د یونیسف ادارې لخوا د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ پېرودلو پروسې په ګړندي کولو باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې اوسمهال موږ د ولایتونو په روغتیایي مرکزونو کې د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ ته جدي اړتیا لرو.
ډاکترمجروح، د یونیسف ادارې لخوا د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ په پېرودلو کې د ځنډ له امله خپله نارضایتي څرګنده کړه او له هغوﺉ یې وغوښتل چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.
په ورته وخت کې، د یونیسف ادارې استازي د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ په پېرودلو کې د شته ننګونو پر حل ټینګار وکړ او د تدارکاتو پروسې پر ګړندۍ کولو باندې باندې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.