په پکتیا کې د ضمیموي تغذیوي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له HEALTHNET TPO سره هوکړهلیک لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري په پکتیا ولایت کې د ضمیموي تغذیوي خدماتو (TSFP) وړاندې کولو په موخه له HEALTHNET TPO مؤسسې سره د (۹۱۶۸۹) یو نوي زره شپږ سوه نهه اتیا ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو
دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۴۶ روغتيايي مرکزونو له لارې د یاد ولایت (۱۸۶۰۶) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۱۴) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.
بل لور، د HEALTHNET TPO مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
