د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام رئیس مولوي محمد داود منصوري د بیل او ملینډا ګېټس بنسټ، UNFPA او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۴:۵۴
moph

د یادې ناستې موخه په کندهار او هلمند ولایتونو کې له پنځو کلونو څخه د کم عمر لرونکو ماشومانو د کورنۍ سروې پروژې په اړه همغږي او تخنیکي بحث و، چې په ترڅ کې یې د پروژې پر موخو، تخنیکي چوکاټ، جغرافیوي پوښښ او د پلي کېدو پر میکانېزمونو هر اړخیزې خبرې وشوې.

د دغې پروژې په اساس به له پنځو کلونو څخه د کم عمر لرونکو ماشومانو د روغتیا، تغذیې، مور او ماشوم ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کېدو، واکسیناسیون، د زیږون ثبت او اړوندو ټولنیزو شاخصونو په برخه کې کره او باوري معلومات راټولېږي؛ ترڅو د شواهدو پر بنسټ پالیسي جوړونه او د پروګرامونو پرېکړې لا پیاوړې شي.

همدارنګه، د پروژې د اغېزمن پلي کېدو په موخه به یوه ګډه کمېټه رامنځته شي، چې د تطبیقي پلان ترتیب، همغږۍ او څارنې مسئولیت به پر غاړه ولري او هره همکاره اداره به خپل ټاکل شوي فعالیتونه د خپلې کاري ساحې او تخنیکي مسؤلیتونو سره سم ترسره کوي.

د ناستې په پای کې پر ګډ کار، دوامداره همکارۍ او ژمنتیا ټینګار وشو؛ څو یاده پروژه په بریالیتوب سره تطبیق او ټاکلو موخو ته ورسېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS