بېړنیو پېښو ته لاسرسی د عامې روغتیا وزارت له لومړیتوبونو څخه دی

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۱۶:۲
بېړنیو پېښو ته لاسرسی د عامې روغتیا وزارت له لومړیتوبونو څخه دی

یکشنبه، چنګاښ ۲۰/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د یوې ناستې په ترڅ کې د روغتیایي شریکانو او مرستندویه بنسټونو له استازو سره په روغتیايي مرکزونو کې بېړنیو پېښو ته په لاسرسي ټینګار وکړ.

ډاکترمجروح، وویل اوسمهال موږ د تېرو شلو کلونو په پرتله د کورونا ویروس او د بېړنیو پېښو د زیاتېدو له امله په خراب وضعیت کې واقع یو، د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ له جګړې څخه متاثره شوي ټپیانو ته لاسرسی زموږ په لومړیتوب کې دی.

د عامې روغتیا سرپرست، د ټولو مرستندویه ادارو د همکاریو څخه چې تر دم ګړي یې د عامې روغتیا وزارت سره مرسته او ملاتړ کړی دی قدردانی وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د بېړنیو کېټونو په برابرولو او د روغتیايي مرکزونو په تجهیز کې چې په اوسنیو شرایطو کې جدي اړتیا ده له دغه وزارت سره مرسته وکړي.

ډاکترمجروح، همدارنګه د نړیوال روغتیایي سازمان له استازي هم وغوښتل چې ددغه وزارت د اړونده ادارو سره په همکارۍ په روغتیایي مرکزونو کې یوه نیاز سنجي ترسره کړي او د هغه مطابق دې له روغتیایي مرکزونو سره د طبي امکاناتو او تجهیزاتو همکاري وکړي.

همدارنګه، د روغتیایي شریکانو استازو د عامې روغتیا وزارت سره پرخپلې ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او په یادو برخو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS