د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د اکمال تخصص برنامې فارغانو لپاره د معیاري سند (دیپلوم) د چاپ پروسه وروستۍ شوه
دا چې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص برنامې د فارغانو سند (دیپلوم) یو ارزښتناکه او خوندي سند شمېرل کېږي، چې د هېواد د نافذه قوانینو له مخې ارزښتناکه او خوندي اسناد د افغانستان اسلامي امارت شتمني ده، نو په همدې موخه د اکمال تخصص ریاست د دیپلوم د چاپ لپاره د خزاینو د لوی ریاست په شمول د قانوني مراحلو له طی کولو وروسته پرېکړه وشوه، چې له مخې یې د یاد سند چاپي چارې د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت ته ورکړل شوې.
د یاد سند ډیزاین او کاغذ به د ۱۴ امنیتي کوډونو تر څنګ د یو ځانګړي واټر مارک لرونکی وي او له هر ډول غیر قانوني لاسوهنو او جعل څخه به په بشپړ ډول خوندي وي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د چاپ چارې بشپړې او د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست په واک کې به ورکول شي؛ تر څو د یادې برنامې څخه فارغو شویو متخصصینو ته د هغې له حقوقو څخه د ګټې اخېستنې په موخه وویشل شي.