د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین د افغانستان د مرستې او پراختیا د همغږي کونکي سازمان د کار پوه هانو په غونډه کې ګډون وکړ

Panah_moph
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۲۲:۳۴
د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین د افغانستان د مرستې او پراختیا د همغږي کونکي سازمان د کار پوه هانو په غونډه کې ګډون وکړ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معین ډاکټر وحید مجروح، نن د "افغانستان د مرستې او پراختیا متخصصینو" سازمان په غونډه کې چې د ولسمشر د لومړي مرستیال په مشرۍ جوړه شوې وه ګډون وکړ.

په دې غونډه کې، د ولسمشر لومړي مرستیال جلالتمآب امرالله صالح د "ډیاسپورا" یا له وطن څخه لرې ټولنو د ریاست جوړولو، د سولې پروسې د پرمخ بېولو، اقتصادي پراختیا او روغتیا سکتور د پرمختګ لپاره د حکومت د هڅو په اړه خبرې وکړې.

د ولسمشر لومړي مرستیال ټینګار وکړ چې د ډیاسپورا قشر له تجربې او تخصص څخه باید د اصلاحاتو، د همه شموله سولې د پروسې پرمخ بېولو کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره همغږي او د افغانستان د روغتیا سکتور د پراختیا برخه کې مؤثره ګټه واخیستل شي، هغه وویل: چې د ډیاسپورا ریاست پالیسي ډېرې غنامندۍ او کار ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معین ډاکټر وحید مجروح، د روغتیا په سکتور کې شته فرصتونه او ننګونې تشریح کړې او ویې ویل: چې د افغاني ډیاسپورا ډاکټرانو او روغتیا سکتور ترمینځ همغږي د افغانستان دولت او خلکو اساسي غوښتنه ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه. . .

BACK TO NEWS