د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی د څارنې عالي کمېټې په غونډه کې تر بحث لاندې ونیول شو

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۱۲:۲۲
د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی د څارنې عالي کمېټې په غونډه کې تر بحث لاندې ونیول شو

سه شنبه، زمری ۱۲/۱۴۰۰

د څارنې عالي کمېټې غونډه، نن د عامې روغتیا وزارت د سرپرست ډاکټر وحید مجروح، په مشرۍ د ملي او نړیوالو روغتیایي همکارانو په شتون کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې، د اړونده څانګومسؤولینو د کورونا ویروس پروړاندې د مبارزې مدیریت کولو څرنګوالي، د کورونا واکسین پلي کولو پروسې، د روغتیایي ادارو له کړنو څخه د درېیمې ډلې د ارزونې پایلې، د اساسي او روغتوني روغتیایي خدمتونو وړاندې کول او نورو مهمو روغتیایي مسلو په اړه خپل کاري راپورونه وړاندې کړل.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د روغتیايي خدمتونو په پیاوړي کولو کې د روغتیایي همکارانوله همکارۍ په ځانګړي توګه د سره صلیب کمېتې او بې پولې ډاکټرانو بنسټ لخوا چې په دې جګړه ییز حالت کې د هلمند او کندهار د ولایتي روغتونونو ملاتړ کوي مننه او قدردانی وکړ.

د روغتیایی خدماتو وړاندې کولو څرنګوالي په اړه د نظارت عالي کمیټې په غونډه کې بحث وشو

ډاکترمجروح، د ټولو روغتیایي کار کوونکو له کړنو څخه چې په دې نازک او بحراني حالت کې د هېواد په خورا ناامنو سیمو کې په روغتیایي مرکزونو کې دي او د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره هڅه کوي مننه وکړه.

هغه دغه راز، له روغتیایي شریکانو سره د عامې روغتیا وزارت پر ګډې همغږۍ باندې هم ټینګار وکړ او له روغتیایي شریکانو څخه يې وغوښتل چې په دې حساس وضعیت کې چې د کار فشار د جنګي وضعیت او د کورونا پانډمۍ له امله په روغتیایي مرکزونو باندې زیات شو ئ د عامې روغتیا وزارت سره لا زیاته همکاري وکړي.

ډاکترمجروح، د کورونا ویروس په کنټرول او مبارزه کې د عامې روغتیا وزارت فعالیت ته په اشارې سره وویل چې د کورونا ویروس درېیم څپې پروړاندې مبارزه دوام لري او روغتیایی مرکزونه د اسانتیاوؤ له اړخه تجهیز شوي او د روغتیایي کار کوونکو ظرفیت پیاوړی شوئ.

د عامې روغتیا سرپرست، د خپلو څرګندونو په دوام وویل چې د کورونا واکسین د پلي کولو پروسه په ټول هېواد کې په جدي توګه دوام لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۱:۵۷
Background image

په کاپیسا او سرپل ولایتونو کې د درملو او خوارکي توکو څخه نظارت تر سره شو

په کاپیسا او سرپل کې د عامې روغتیا ولایتي مسئولینو له لوري د خوراکي توکو او درملتونونو څخه د پرلپسې نظارتونو پایله کې (۶) ټنه له نیټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل راټول او د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۲۲
Background image

د یو شمیر ولایتونو روغتیایي مسؤلینو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن د مؤثرې استفادې په اړه درې ورځنی روزنیز ټرینینګ ورکړل شو

پکتیا عامې روغتیا ریاست کې د ګلوبل فنډ په همکارۍ د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ۱۶ تنو روغتیايي مسئولینو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن د مؤثرې استفادې په اړه درې ورځنی روزنیز. . .

BACK TO NEWS