د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!
د هغو متخصصینو د پام وړ چې غواړي خپل تخصص سند ترلاسه کړي.
ټولو هغو محترمو متخصصینو ته چې د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو ترمنځ د مونوګراف او Comprehensive لومړۍ او دوهمې دورې ازموینو کې بریالي شوي وي او تر اوسه یې د تخصص سند نه وي ترلاسه کړی، خبر ورکول کېږي؛ ترڅو د خپل تخصصي سند طی مراحلو په موخه د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص لوی ریاست ته مراجعه وکړي او خپل اسناد طی مراحل کړي.
نوټ: د یادونې وړ ده چې د انلاین نوملیکنې وړاندې د تخصص سند ترلاسه کولو په موخه د پیسو تحویلول لازمي دي، د پیسو د نه تحویلولو په صورت کې نوملیکنه د منلو وړ نه ده او د اسنادو طی مراحل نه ترسره کېږي.
د نوملیکنې لینک: