د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د مرکزي پولي کلینیک څخه لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۹:۵۱
moph

په دې لیدنه کې چې د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، ډاکټر امین الله مومند یې هم ملتیا کوله، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال د مرکزي پولي کلینیک له مسؤلینو سره په ګډه د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو بهیر او د روغتیایي کارکوونکو له لوري مراجعینو سره د چلند څرنګوالی ولید او د دې مرکز د بېلابېلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ یې د روغتیایي کارکوونکو د فعالیتونو ستاینه وکړه، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل ژمنه یې وکړه.

همداراز، په دې لیدنه کې د موجوده تجربو او اسانتیاوو په پام کې نیولو سره د مرکزي پولي کلینیک تر چتر لاندې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې روغتیايي خدمتونو ته د لا زیات لاسرسي په موخه د کابل ښار په نورو برخو کې د ورته روغتیایي مرکزونو په جوړولو هر اړخیز بحثونه وشول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS