د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست له لوري د پراختیایي پروژو برخه کې د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۹:۲۰
MOPH

 په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د مقام دفتر مشاروینو او د عامې روغتیا وزارت د پراختیایي پروژو مسؤلینو ګډون کړی و.

 د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ادارو د اړتیاوو او د پراختيايي پروژو عملياتي پلان چمتو کولو اړوند خبرې ترسره او له مسوولينو یې وغوښتل، چې په دې برخه ژر تر ژره لاس په کار شي.

 په دې ناسته کې همداراز، د ادارو تر منځ په لا زیاتې همغږۍ ټینګار وشو، او د تدارکاتو ریاست مسوولینو لخوا ګډونوالو ته د اړتیاوو چک لیست تشریح شو، چې له مخې یې د پراختیایي پروژو اړتیاوې وړانديز کړي، ترڅو پر ټاکلي وخت ورته رسېدنه وشي.

 دغه راز، د پراختیایي پروژو مسوولینو د خپلو وړاندیزونو او نظرونو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په دې برخه کې به د عامې روغتیا وزارت سره بشپړه همکاري کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۹
Background image

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي او مل پلاوي ننګرهار ته سفر په ترڅ کې د خوړو او درملو د کیفیت ارزونې لابراتوار له ودانۍ څخه لیدنه وکړه

د لیدنې پر مهال، چې د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین‌الله شریف هم شتون درلود، د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د ودانیزو چارو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۳۸
Background image

تخار ولایت کې ۱۲ ټنه له نېټې تېر او بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یووړل شول

د تخار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت په تېرو درېیو میاشتو کې د پرله‌پسې نظارتونو په پایله کې‌ د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه دوه ټنه له نېټې تېر درمل او لس ټنه له نېټې تېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۰:۷
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده اتلسمه فقره

که د امارتي ادارو مسئولين، كاركوونكي او نور ټول هغه اشخاص چې په يو ډول امارتي ادارو سره تړاو ولري او په قاچاق کې له قاچاق كوونكي سره مرسته او يا لارښوونه وکړي، له اثباتيه دلايلو موندلو. . .

BACK TO NEWS