د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو نړیواله ورځ ونمانځله
په نړۍ کې د پولیو/ګوزڼ نړیوالې ورځې نمانځل، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، یونیسیف ادارې، د روغتیا نړیوال سازمان او نور روغتیايي همکارانو د پولیو نړیوالې ورځې د نمانځلو په پار په سختو شرایطو کې هر ماشوم ته د پولیو پر وړاندې د مبارزې دوه څاڅکي واکسین ورکولو د لومړۍ کرښې کارکوونکو د هڅو له امله مننه او ستاینه وکړه.
دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په ټول هېواد کې د پولیو واکسین کمپاین د دې اونۍ د دوشنبې په ورځ د لړم میاشتې په ۵ نېټه به په لاره واچول شي. د دغه کمپاین هدف په ټول افغانستان کې د ۹.۹ میلیونه په شاوخوا کې د ګوزڼ په وړاندې له پنځه کالو څخه کم عمره ماشومانو واکسینول دي.
د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني وویل: د ګوزڼ په وړاندې د ماشومانو د مبارزې نړیواله ورځ ځکه نمانځل کېږي چې د افغانستان یوشمېر معصوم ماشومان د ګوزڼ ویروس د تل لپاره معلولیت سره مخ کړي، چې یو شمېر یې په لیرې پرتو ناامنه سیمو کې ژوند کوي، دې سیمو ته زموږ د واکسیناتورانو د نه لاسرسي په صورت کې دوی له واکسین څخه محروم پاتې کېږي.
ډاکټر عثماني زیاته کړه: "د روان میلادي کال له پیل راهیسې،۵۳ تنه ماشومان د ګوزڼ ویروس له امله د تل لپاره فلج او معلول شوي دي، له دې جملې څخه ۳۵ پېښې سوېل حوزې، ۸ پېښې له لویدیځ حوزې ۶ پېښې له سویل خیتځ حوزې ۲ پېښې له خیتځ او یوه یوه پېښه هم د هېواد له شمال حوزو څخه راپور ورکړل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت نوماند زیاته کړه چې په هېواد کې کورونایي وضعیت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول، په ځانګړي ډول د پولیو کمپاین له ځنډ ستونزو سره مخ کړئ وؤ، چې په همدې دلیل سره د ماشومانو د ګوزڼ پېښې زیاتې شوې، موږ باید هرماشوم ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې ډېرې کړو. "زه د ماشومانو له ټولو والدینو څخه غوښتنه کوم چې په راتلونکي کمپاین کې خپل ماشومان واکسین کړي."
د ۲۰۱۸ کال له پیل راهیسې، په افغانستان کې د ګوزڼ پروګرام واکسین د کمپاینونو له لارې نږدې ۱۱۴ میلیونه دوزه د پولیو خوارکي واکسین پلی کړی دی، دغه کار د ګوزڼ ویروس پروړاندې د مبارزې لومړۍ کرښې کارکونکو لخوا ترسره شوی دی، په همدې پار باید ډېر کار وشي ترڅو په کندهار، هلمند، ارزګان ، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د ماشومانو ګوزن د خپریدو د مخنیوی وشي.
له بلې خوا د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي ښاغلي پیترجان ګراف وویل: چې د ماشومانو ګوزڼ له مینځه وړل ستونزمن دي مګر هدف ترلاسه کول ناممکن نه دي، د ګوزڼ واکسن کمپاین په وړاندې عمده او اساسي ستونزې د کورونا ویروس راتګ او ناامني ده، اما ژمنتیا، یوالي او د یاد ویروس پرو وړاندې مبارزه به د ګوزڼ ویروس څخه د افغانستان خلاصون ښه لاره ده.
اوسمهال د هر ماشوم څو ځلې واکسین کول د یاد ویروس د لېږدېدو څخه د مخنیوی دی. دا ټولیز مسؤلیت دی، تمویل کونکي په ګډه کار کولو ته ژمن دي، دولت او د روغتیا ملګري یوځای کار کوي ترڅو واکسین ته لاسرسی ډاډمن کړي. دا اوس د والدینو او خلکو مسؤلیت دی ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی ماشومان د ګوزڼ څخه خوندي دي.
همدارنګه د دې ناستې په لړ کې په افغانستان کې د یونیسیف ادارې استازي، ښاغلي مصطفی بن مسعود وویل: "کله چې یو ماشوم فلج شوی وي دا د ژوند تباه کېدل دي، د کورنۍ، ټولنې او په حقیقت کې د هرچا لپاره دروند بار دی، دا باید پېښ نشي ." "هر ماشوم د ګوزڼ څخه د خوندي کېدو مستحق دی، د ننګونو سره سره، موږ باید هغه ستراتیژیو سره ځان عادت او پلي کړو چې کوم چې د ګوزڼ ناروغي په له منیځه وړلو کې ښه رول لري.
د افغانستان حکومت، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسیف اداره او د روغتیا همکاران په نا امنو لیرې سیمو کې د ماشومانو واکسین کولو لپاره د ګډو هڅو او خوندي لاسرسي غوښتنه کوي. هر افغان په افغانستان کې د ماشومانو ګورڼ په ختمولو کې رول لوبولی شي.