د عامې روغتیا وزارت سرپرست د بې پولې ډاکترانو بنسټ له عمومي رییس سره وکتل

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۱۷:۱۱
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د بې پولې ډاکترانو بنسټ له عمومي رییس سره وکتل

دوشنبه، زمری ١٨/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، د بې پولې ډاکتر بنسټ (ام اس اف) له عمومي رییس ښاغلي فلیپي ریبیریو سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې په هېواد کې د بې پولې ډاکترانو بنسټ د خدمتونو وړاندې څرنګوالي او له دې بنسټ سره د عامې روغتیا وزارت پر ګډو همکاریو باندې بحث او تبادل د نظر وشو.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د بې پولې ډاکترانو بنسټ او ټولو ډاکترانو څخه په هغه ولایتونو کې چې اوسمهال جګړه دوام لري او په خدمت بوخت دي مننه وکړه او په افغانستان کې یې د دې بنسټ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

دغه راز ډاکتر مجروح، وویل: د تروما پېښو ته د لاسرسي ترڅنګ جنګي ولایتونو په روغتیایي مرکزونو کې ورځني فعالیتونه باید پیاوړي شي ترڅو اړمنو کسانو ته په دې برخه کې لاسرسی وشي.

ښاغلي فلیپي ریبیریو د عامې روغتیا وزارت سره د دې بنسټ په ګډه همکارۍ ټینګار وکړ، ویې ویل: په پام کې لرو چې د تروما پېښو یو ٢٥ بستریز واحد په کندهار ولایت کې رامنځته کړو او همدارنګه په کندز، هلمند او نورو ولایتونو کې چې دغه بنسټ هلته خدمتونه وړاندې کوي د یو اندازه درملو او تجهیزاتو مرسته کوي.

ښاغلي فلیپي ژمنه وکړه چې د په هرات ولایت کې به بېړني، اطفالو/ماشومانو او کورونا خدمتونو ته دوام ورکوي.

هغه همدارنګه له یاد بنسټ سره د عامې روغتیا وزارت د همکارۍ له امله مننه وکړه او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې یې د عامې روغتیا وزارت کړنې د ستاینې وړ وبللې.

بې پولې ډاکتر، په خوست، کندهار، هلمند، هرات او کندز ولایتونو کې فعالیت کوي او د عامې روغتیا وزارت ترڅنګ خلکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۵:۵۲
Background image

په کابل ښار کې بې ځایه شويو کورنیو ته د خدمتونو وړاندې کولو په پار شل روغتیایي ټیمونه وګمارل شول

چهارشنبه، زمری ۲۰/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د جمهوري ریاست د چارو ادارې د انسجام مرستیال ډاکټرعبدالکریم توتاخېل، پېښو ته د رسېدو وزارت او د کابل امنیه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۹:۲۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت سرپرست: په اوسني وضعیت کې بېړنیو روغتیایي پېښو ته لاسرسی اړین او متفاوت چلند ته اړتیا لري

سه شنبه، زمری ١٩/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د بېړنیو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسي د همغږۍ په پارجوړه شوې غونډه کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او اړینو برخو. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۱۷:۱۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د بې پولې ډاکترانو بنسټ له عمومي رییس سره وکتل

دوشنبه، زمری ١٨/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، د بې پولې ډاکتر بنسټ (ام اس اف) له عمومي رییس ښاغلي فلیپي ریبیریو سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.

په. . .

BACK TO NEWS