د عامې روغتیا وزارت سرپرست د قطر خیریه بنسټ له اجرائیوي رئیس سره وکتل
چهارشنبه، چنګاښ ۱۶/۱۴۰۰
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د قطر خیریه بنسټ له اجرائیوي رئیس ښاغلي محمد علي الغامدي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې، دواړو لورو د عامې روغتیا وزارت سره د قطر خیریه بنسټ د ګډې همکارۍ او د دې وزارت پر اړتیاوؤ بحث او خبرې وکړې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره په ځانګړې توګه د کورونا ویروس په لومړۍ څپه کې د قطر هېواد له مرستو څخه مننه وکړه او دغه هېواد یې د افغانستان د روغتیا سکټور له مهمو همکارانو وباله.
ډاکترمجروح، د قطر خیریه بنسټ سره د عامې روغتیا وزارت اړتیاوې شریکې کړې او له ښاغلي الغامدي څخه د افغانستان د روغتیا سکټور سره په خپلو لنډ مهاله او اوږد مهاله پروګرامونو کې لکه: د تغذیې، د کورونا روغتیایي مرکزونو د طبي تجهیزاتو، د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ د پېرودلو، د موروثي ناروغیو د درملنې د یو مرکز جوړولو، په سرطان ناروغي د اخته ماشومانو په ځانګړي توګه د هډوکو د مغز ترانسپلانت د درملنې مرکز د جوړولو غوښتونکی شو.
له بلې خوا، ښاغلي محمد علي الغامدي د خپلې لیدنې هدف د افغانستان د روغتیا برخې سره د قطر خیریه بنسټ د همکارۍ پیاوړې کول وګڼل او په افغانستان کې یې د دغه خیریه بنسټ پر همکارۍ ټینګار وکړ.
هغه همدارنګه زیاته کړه تمه کېږي چې د قطر خیریه بنسټ په کابل کې د کار دفتر جوړ کړي ترڅو له افغان دولت سره خپلو مرستو ته په مستقیمه توګه له دې لارې دوام ورکړي.