د عامې روغتیا وزارت مرستیال د افغان جاپان او سرطاني ناروغیو درملنې تخصصي روغتونونو څخه لیدنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنیکي پلاوي په ملتيا د افغان جاپان او سرطاني ناروغيو درملنې تخصصي روغتونونو څخه لیدنې تر سره کړې
د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال لومړی په افغان چاپان روغتون کې د چاپان هېواد د بشري پرمختګ څانګې له لوړ پوړي سلاکار، ايسانو ميټسو سره ناسته ترسره او په دغه روغتون کې یې د يو شمېر نويو څانګو جوړولو په اړه بحث او خبرې وکړې؛ تر څو هېوادوالو ته لا معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.
بل لور د چاپان هېواد د بشري پرمختګ څانګې سلاکار خپلو دوامدارو همکاريو ته په اشارې ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې به خپله هڅه او همکاري وکړي.
ښاغلي حقاني همداراز، د ياد روغتون ستونزې په نښه او د حل لپاره یې د روغتون مسئولینو او روغتیایي کارکوونکو ته جدي سپارښتنه وکړه؛ تر څو د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې هېڅ خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.
دغه راز، ښاغلي مرستيال د سرطاني ناروغيو د تشخیص او درملنې تخصصي روغتون څخه د ليدنې پر مهال د ناروغانو احوال واخيست، له روغتيايي کارکوونکو سره يې ناسته تر سره او هغوی ته يې سپارښتنه وکړه چې له مراجعينو او ناروغانو سره د غوره چلند سربېره د هغوی ستونزو ته بشپړه رسېدنه وکړي.
