د عامې روغتیا وزیر په کنړ کې د نوي ابتدایي روغتیايي مرکز ودانۍ پرانیسته

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۳۶
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، کنړ ولایت ته د رسمي سفر پر مهال د دې ولایت په تیشې سیمه کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یو ابتدایي روغتیایي مرکز د جوړ شوي تعمیر پرانسته تر سره کړه:

 یاد کلینیک چې د کنړ اوسېدونکي ډاکټر عبدالرحمن زماني په مالي مرسته جوړ شوی؛ څه موده وړاندې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي یې د بنسټ ډبره ایښې وه او په لږه موده کې یې چارې بشپړې او د روغتیایي خدماتو لپاره تیار شو.

ښاغلي وزیر د پرانستې پر مهال وویل، له نېکه مرغه چې نن ورځ د دې روغتیایي مرکز د تعمیر د پرانستې شاهدان یو، چې دا به د ولسونو لپاره خورا ګټور ثابت شي.

ښاغلي وزیر وویل، هڅه یې د متوازنو روغتیایي خدماتو پراختیا ده چې په دې برخه کې به خپلې هیڅ ډول هڅې و نه سپموي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

عامې روغتیا وزارت به د سرطان ناروغۍ مخنیوي برخه کې خپلو هڅو ته دوام وکړي.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۴۹
Background image

د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلی ډاکټر محمد حسن غیاثي د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

سرطان یواځې یوه طبي ستونزه نه ده، بلکې لوی اقتصادي. . .

BACK TO NEWS