د عامې وزارت فېسبوک پاڼې مسنجر کې د کورونا ویروس سره د مبارزې برخه کې د عامې پوهاوي خپل سري/ اتوماتیک سیسټم رامنځته شو
د هېواد عامې روغتیا وزارت د خپل فېسبوک منسجر کې د عامه پوهاوي خپل سري/ اتوماتیک سیستم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په همکارۍ اطلاعاتو ته د اتوماتیک ځواب ورکولو سیستم رامنځته کړی دی.
دا سیسټم د کورونا ویروس د نښو په اړه د عامه پوهاوي لوړولو، د ویروس مخنیوي لپاره روغتیایي لارښوونې وړاندې کولو، کورونا ویروس لرونکي خلکو معلومولو او عمومي معلوماتو وړاندې کولو په پار رامنځته شوئ.
د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له دې برنامې څخه هرکلی وکړاو د عامې روغتیا وزارت سره کورونا ویروس په وړاندې مبارزه کې د دوی له مرستو قدرداني وکړه.
ډاکټر عثماني د کورونا ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې عامه پوهاوي د کچې لوړولو باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د عامې روغتیا وزارت چمتو دی چې د داسې برنامو په پیاوړتیا کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ملاتړ وکړي. هغه د هېواد په روغتونونو کې د ټلي میډیسن او طبي ریکارډ برنامو په لاره اچولو کې د دې وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
له بلې خوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست ښاغلي فهیم هاشمي د روغتیايي خدمتونو په وده کې د ټکنالوجۍ رول مهم وباله او ویې ویل چې د روغتیایي سیستم ډیجیټل کول د دې وزارت لومړیتوب دی.
ښاغلي هاشمي ټینګار وکړ چې د فېسبوک میسنجر شاوخوا درې ملیونه کارونکي لري، او د عامې روغتیا وزارت په فېسبوک پاڼه کې د ځواب ویلو اتوماتیک سیسټم رامینځته کول نه یوازې په روغتونونو کې د ناروغانو په شمیر کمولو کې اغېزمن دي؛ بلکې د معلوماتو ورکولو کې د روغتیا سکتور سره هم مرسته کوي.